Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند قاسم‌اباد سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې.

د ننګرهار ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس بازمحمد عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولايت د بهسودو ولسوالۍ اړوند قاسم‌اباد سيمه کې پر ۳۰۰۰ جریب ځمکه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دی وايي، د دغه ښارګوټي د بنسټ ډبره د رياست‌الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د ننګرهار والي ملا محمدنعيم اخوند او يو شمېر نورو مسوولینو له لوري کېښودل شوه.

هغه وایي، دغه ښارګوټي کې د ژوند ټولې اسانتياوې په نظر کې نيول شوي او په لومړيو کې به يوازې ورته د خلکو د راتګ زمينه برابره شي چې وروسته به ورته نورې اسانتياوې هم برابرېږي.

د کډوالو چارو رييس د معلوماتو له مخې، په دغه ښارګوټي کې د ۴۰۰۰ زره څخه ډېرو کورنيو ته د اوسېدو زمينه برابرېږي او هغه کورنيو ته به لومړیتوب ورکوي چې د ننګرهار ولايت وي او د سرپناه ځای ونه لري.

په دې وروستیو کې د پاکستان له لوري د کډوالو د جبري راستنېدنې لړۍ پيل شوې چې هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي.

مسوولین وايي، له دغو ټولو کورنيو سره لومړنۍ مرستې کېږي او خپلو سيمو ته د انتقال زمينه هم ورته برابره شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.