Language

ځینو اروپایي هېوادونو له اوکراین سره ۲۴ میلیارد ډالره پوځي مرسته اعلان کړه

کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اوکراین اروپايي متحدانو له دغه هېواد سره د پوځي ملاتړ په اډانه کې ۲۴ میلیارد ډالره نوې ژمنه اعلان کړه خو د دې مرستې د شاوخوا نیمايي برخې ژمنه جرمني کړې ده.

د بي‌بي‌سي راپور له مخې، د پوځي مرستو دا اعلان بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د اوکراین د دفاع تماس ډلې(UDCG) د غړو د ناستې پر مهال شوی.

راپور کې راغلي، په ټوله کې له اوکراین سره د ۲۴ میلیارد ډالرو د مرستې ژمنه شوې خو د دې مرستې شاوخوا نیمايي برخې ټټر جرمني وهلی او ویلي یې دي چې په راتلونکو څلورو کلونو به له کیېف سره ۱۱ میلیارد یورو مرسته وکړي.‌

د برتانیا دفاع وزیر جان هیلي ویلي، دا تازه ژمنې به مسکو ته یو ځواکمن سیګنال واستوي.

ده ویلي، دوی اوکراین سره د هوایي دفاع، توغندیو او نورو تجهیزاتو د ژمنې لپاره راټول شوي؛ ځکه اروپا غواړي هغه تشه ډکه کړي چې د ډونالډ ټرمپ له اړخه د امریکا د بدلو شوو لومړیتوبونو پایله کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې د بریتانیا او ناروې له خوا د رادار سیسټمونو، ټانک ضد ماینونو، د موټرونو ترمیم او د سلګونه زره ډرونونو تمویل لپاره د ۴۹۰ میلیون ډالرو ټولګه هم شامله ده او د جرمني د مرستو ټولګه بیا تر ډېره پر توپخانې متمرکزه ده.

Related Topics