کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر د ارزښت لوړېدو ترڅنګ، د هندي بورې بیه ټیټه شوې خو د سرو زرو بیو کې لوړوالی راغلی دی.
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له۲۵۵۰ څخه ۲۵۰۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.
د سرچینې په وینا، د بورې بیه د استفادې کمېدو او په بازارونو کې یې د وارداتو د ډېرېدو له امله ټیټه شوې ده.
خو نوموړي وویل چې نن هم لکه تېره شنبه په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۳۵۰ افغانیو، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د نفتي توکو بیې
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن تېرې شنبې ته ورته یو لېتر پټرول په ۶۲ افغانیو او د یو لېتر ډیزل په ۵۷ افغانیو پلوري.
ورته مهال سرچینې څرګنده کړه چې نن تېرو اوو ورځو ته ورته یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۵۲ افغانیو پلوري.
سره زر
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۵۶۵۰ څخه ۵۹۰۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۶۰۰ څخه ۴۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.
خو د خپرو شوو خبرونو له مخې، د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر له لوري د تعرفو په وضع کېدو سره د سرو زرو بیې هم په نړۍوالو بازارونو کې لوړې شوې دي.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل، نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۳ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانیو بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وري میاشتې په ۱۶مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۵۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP