Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې اته ټنه تاریخ‌تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول

پل‌علم (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت له بازارونو راټول شوي اته ټنه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شبیراحمد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د صنعتي پارکونو، سوداګریزو چارو امریت او د مستهلکینو ملاتړ کمېسيون له‌ لوري په تېرو درېیو میاشتو کې هغه اته تڼه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي چې د لوګر ولایت له بېلابېلو اصنافو راټول شوي وو، د یاد کمېسیون او محکمې د پرېکړې پر اساس له منځه یووړل شول.»

د نوموړي په خبره، دوی هڅه کوي څو د دغه ولایت له بازارونو تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکې په دوامداره ډول راټول او له منځه یوسي.

بلخوا، د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي امین‌الله پژواک ته وویل، د لوګر مسوولو ادارو ته په کار ده چې هره میاشت د خوراکي او غیرخوراکي توکو د هټیو ترڅنګ د درملتونونو څارنه هم وکړي او هیچا ته د دې اجازه ورنه کړي چې پر خلکو بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي وپلوري.

د یادولو ده، دوه اونۍ مخکې هم د لوګر د امر بالمعروف ریاست له لوري درې ټنه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي له منځه وړل شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.