Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حنیف: له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ایستل د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف کار دی

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): د اقتصاد وزارت سرپرست د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستل د اسلامي ورورګلوۍ او د کډوالۍ د ټولو نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف وبلل او له نړۍوالو سازمانونو او خلکو یې وغوښتي څو له راستنېدونکو سره بېړنۍ او اغېزناکې مرستې وکړي.

دغه څرګندونې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین‌محمد حنیف نن (یکشنبه) په دغه وزارت کې د افغان کډوالو او راستنیدونکو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټې په یوه پروګرام کې کړې دي.

هغه وویل: «لکه څرنګه چې تاسو خبر یاست، په دې وروستیو ورځو کې ګاونډي هېواد یو ځل بیا زموږ د کډوالو او هېوادوالو د جبري او بې‌رحمانه ایستلو اقدام کړی چې دغه کار د اسلامي ورورګلوۍ، ښه ګاونډیتوب او د کډوالۍ د ټولو نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف دی.»

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت لا د مخه تر خپل وسه د دغو راستنېدونکو کډوالو د هرکلي لپاره چمتووالی نیولی دی.

هغه څرګنده کړه چې اسلامي امارت په دې برخه کې د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو عالي کمېسیون جوړ کړی چې په ترکیب کې یې ۱۲ کاري کمېټې د خدماتو پر وړاندې کولو بوختې دي.

هغه وويل چې په دغه کمېسيون کې د مرستو د جلب او جذب کمېټه، د کډوالو د ثبت او راجستر کمېټه، د لنډمهاله استوګنې کمېټه، د ترانسپورټ کمېټه، د کارموندنې کمېټه، د خدماتو کمېټه، مالي او نورې کمېټې شاملې دي.

د هغه په ​​خبره، له دغو کمېټو د مرستو د جلب او جذب کمېټه د اقتصاد وزارت تر څارنې لاندې کار کوي چې د مالیې، بهرنیو چارو، د کډوالو او راستنیدونکو چارو، د کلیو بیارغونې او پراختیا، له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارتونه، د سرې میاشتې ټولنه او د استخباراتو ریاست یې غړي دي.

حنیف زیاته کړه چې له پاکستاه د کډوالو جبري ایستل یو ځل بیا پیل شوي او هره ورځ د ډېری کډوالو هېواد ته راستنیږي.

هغه په دې برخه کې د هېوادوالو، د سوداګرۍ او صنایعو خونې، اتحادیو، خیریه بنسټونو او د ملګرو ملتونو د د دفترونو د مرستې او فعال ونډې غوښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل څو د شفافیت په موخه خپلې مرستې د جلب او جذب له کمیټې سره همغږي کړي.

د اقتصاد وزارت سرپرست څرګنده کړه چې مرستندویه بنسټونو ته یې ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

بلخوا، قاري دین محمد حنیف وویل چې پرون د تورخم او سپین‌بولدک له لارو د را ایستل شوو کډوالو شمیر ۱۱۰۸ کورنۍ وې چې ۶ زره او ۵۴۳ کسان پکې شامل وو.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډالۍ د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال له ایران او پاکستانه وغوښتل څږ افغان کډوال په زوره ونه باسي.

هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له سره هم په اړیکه کې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي معاونیت د پلاوي د دفتر مرستیال اندریکا راتواته هم په دې غونډه کې وویل چې د سازمان د معلوماتو پر بنسټ، درې میلیون افغان کډال د پاکستان په مختلفو طبقو کې اوسیږي.

هغه یادونه وکړه چې د افغانانو راستنول باید په عزت او خوندي ډول ترسره شي او دغه موضوع همغږۍ ته اړتیا لري.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو سازمانونو استازي هم ګډون درلود.

د یادونې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو له پیل سره، هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم او سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستنیږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.