Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار والي راستنېدونکو کډوالو ته د لا ډېرو خدمتونو او اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار وکړ

جلال‌اباد (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار والي تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه په جبري ډول د راستنېدونکو کډوالو د وضعيت د ارزونې پر مهال د لا ډېرو خدمتونو او اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار کړی.

د ننګرهار ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت والي ملا محمدنعيم اخوند تورخم ښارګوټي ته له پاکستانه په جبري ډول د راستنېدونکو کډوالو د وضعيت د ارزونې په موخه سفر وکړ.

هغه ویلي چې په فرضي کرښه، عمري کمپ او د ننګرهار په شمول په ټولو ولايتونو کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د پاکو اوبو، خوړو، روغتيا، پوهنې، د نغدي، خوراکي او غير خوراکي مرستو، لنډمهاله او اوږدمهاله سرپناه، کاري فرصتونو او نورو برخو کې امکانات او تسهيلات برابر شوي دي.

هغه په تورخم کې موظف شوو کمېټو ته سپارښتنه کړې چې بېرته راستنو شوو او راستنېدونکو هېوادوالو سره د ښه چلند ترڅنګ د هغوی د ستونزو حل په موخه له ټولو شته امکاناتو څخه کار واخلي.

د ننګرهار ولایت مقام لیکلي چې ملا محمدنعيم اخند د اوبو، خوړو، روغتيا، مخابراتو، نظم، پاکوالي، ثبت او تثبيت، مرستو وېش او نورو برخو کې د خدماتو پر مؤثريت او پراختیا ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضرب‌الاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد او هره ورځ ګڼ شمېر کورنۍ هېواد ته راستنېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.