Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې تېر کال څه باندې ۱۷۰۰ کسان د نري‌رنځ پر ناروغۍ اخته شوي

پلخمري (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، تېر یوه کال کې دغه ولایت کې څه باندې ۱۷۰۰ کسان د نري‌رنځ پر ناروغۍ اخته شوي چې ډېره برخه یې ښځې وې.

د بغلان ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټرعبدالقهار احمدي نن دغه ولایت کې د نري‌رنځ ناروغۍ د نړۍوالې ورځې د نمانځغونډې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل،  تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په بغلان کې د نري‌رنځ ناروغۍ ۱۷۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې د تېرو کلونو په پرتله ډېرې وې.

هغه وویل: «تېر یوه کال کې موږ ۱۷۱۶ مثبتې واقعې لرلې چې له ډلې یې ۱۱ تنه مړه شوي، پنځه یې مېرمنې، څلور نارینه او دوه یې ماشومان وو او پاتې یې الحمدلله شفایابه شوي دي.»

هغه زیاته کړه، د تېرو کلونو په پرتله له دې ناروغۍ د مړینې کچه کمه شوې خو پر نري‌رنځ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر دی.

دغه راز، د عامې روغتیا ریاست د نري‌رنځ څانګې مسوول ډاکټر محی‌الدین همایوني وویل، تېر کال یې په بغلان کې پر نري‌رنځ د اخته  ۲۷۸ ماشومانو په ګډون د ۱۷۱۶ کسانو درملنه کړې چې له نیمایي ډېرې یې ښځې وې.

هغه وویل: «بغلان د کاونډیو ولایتونو په پرتله د نري‌رنځ ناروغۍ ډېرې پېښې لري چې د تېر کال په پرتله  ۱.۵ سلنه ډېروالی ښیي خو د پخوا په پرتله له دې ناروغۍ د مړینې پېښې کمې شوې چې لامل یې د نري‌رنځ  ناروغۍ په اړه د خلکو پوهاوی دی.»

د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې په افغانستان کې هر کال ۷۵ زره کسان د نري‌رنځ پر ناروغۍ اخته کېږي چې شاوخوا لس‌ زره یې د همدې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.