Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د تاریخي ابداتو او سیمو په اړه د خلکو اندېښنې

ترینکوټ (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري چې په مرکز ترینکوټ او ځينو ولسوالیو کې تاریخي ابدات او سیمې د غصب او له منځه‌ تلو له ګواښ سره مخ دي خو مسوولین وايي، د ساتنې سربېره یې بیارغونه هم کوي.

د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار یوه اوسېدونکي کریم‌الله وویل، د مرکز اړوند په مهراباد سیمه کې د کافر کلا په نوم یوه تاریخي کلا چې شاوخوا یوه پېړۍ قدامت لري، اوس‎ یو شمېر کسان یې د غصب کولو هڅې کوي.

هغه وویل: «د دې تاریخي کلا پر شاوخوا برخو کې یو شمېر کسانو د انځرو نیالګي کېنولي دي.»

نوموړي دغه راز وویل، د دغې تاریخي کلا په نږدې سیمو کې یو شمېر کسانو په خپلسرې توګه کورونه هم اباد کړي چې چا یې مخنیوی نه دی کړی.

کافر کلا د ۳۰۰ متره لوړې غونډۍ پر سر داسې جوړه شوې چې د ګن شمېر برجونو په لرلو سره، ګنې لویې او وړې خونې، د وسلو زېرمې، د اسونو د ساتلو ځای او بېلابېلې نورې جنګي مرچې لري.

ورته مهال، د ترینکوټ اړوند د چرمګر سیمې یوه اوسېدونکي یارمحمد وویل، دغه سیمه کې د بوزیچې په نوم د یوې تاریخي سیمې پر ځمکو هم د یو شمېر کسانو له لوري چور روان دی.

هغه زیاته کړه، د بوزیچې په نوم دا لوړه غونډۍ چې له پېړیو راهیسې د تاریخی سیمې په نوم نومول شوې، دې وروستیو کې یو شمېر کسانو د همدې غونډۍ ځینې برخې پر کرنیزو ځمکو بدلې کړې دي.

نوموړي وویل: «نږدې دوه لسیزې وړاندې کله چې ماشوم وم، د خپل پلار او نیکه له خوا دې سیمې ته د ورتلو اجازه نه راکول کېده، دا ډېره تاریخي غونډۍ ده.»

د ترینکوټ د اوسېدونکو سربېره د دغه ولایت د یو شمېر ولسوالیو خلک هم په خپلو سیمو کې د تاریخي ابداتو او ځایونو له زیانمنېدو او غصب شکایت لري.

د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرحمن علي وویل، په کلا مرچه سیمه کې د یوې تاریخي کلا زیاتي برخې اوس پر کرنیزو ځمکو بدلې شوې دي.

هغه وویل: «یو شمېر کسانو ان د غونډۍ په لوړو سیمو کې هم د غنمو کرکېله کړې او په مخنیوي کې یې اړوند مسوولین پاتې راغلي دي.»

ورته مهال، ځایي مسوولین هم دغه ولایت کې د تاریخي سیمو او ابدو د غصب په اړه د د خلکو اندېښنې پر ځای بولي.

د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي سیمو او ابداتو مدیر بشيرخان خان‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، یو شمېر تاریخي ابدات او سیمې شته چې د تېرو جګړو پرمهال زیانمنې شوې او یو شمېر یې د خلکو له خوا په خپلسرې توګه غصب شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، په دې وروستیو کې د یو شمېر کسانو له خوا د تاریخي ابدو او سیمو د غصب راپورونه ورته رسېدلي دي.

خان‌زاده وویل: «د اطلاعاتو او کلتور ریاست څو ورځې مخکې یو پلاوی وټاکه چې د بوزیچې، کافر کلا او کلا مرچې په ګډون د هغو تاریخي ابداتو او سیمو نظارت وکړي چې د یو شمېر خلکو له خوا یې د غصب راپورونه ورکړل شوي دي.»

نوموړي دغه راز وویل، پلاوي له یادو سیمو څخه نظارت کړی او د خپلسریو د مخنیوي ترڅنګ یې هغه کسان هم عدليې او قضایې ادارو ته ور پېژندلي چې د تاریخي سیموې په غصب کې یې لاس درلود.

هغه وویل، د تاریخي سیمو او ابداتو د ساتنې په موخه دغه ولایت ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ځانګړې ۰۱۲ قطعه هم منظور شوې چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې به په کار پیل وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له ‌مخې، اوس‌مهال په دغه ولایت کې ۱۹۷ تاریخي ابدې او سیمې ثبت شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.