ترینکوټ (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار په ۱۵ کیلومترۍ کې د ګرماب او چنار سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتیايي، تعلیمي او نورو خدماتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
«ګرماب» او «چنار» د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار سوېل ته په ۱۵ کیلومترۍ کې پرتې سیمې دي چې شاوخوا ۱۵ زره کورنۍ ژوند په کې کوي.
د دغو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې لا هم ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او نورې لومړنۍ اسانتیاوې نهلري.
د ګرماب سیمې اوسېدونکي وليمحمد وویل، کلونه کېږي چې سیمه یې له پامه غورځول شوې او هیڅ حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې.
هغه زیاته کړه: «ښوونځي، روغتیایي مرکزونه او نورو لومړنيو خدماتو ته لاسرسی نهلرو.»
نوموړي دغه راز وویل چې اساسي او بنسټیزو خدمتونو ته اړتیا لري او په دې برخه کې له حکومت او مرستندویه ادارو د پاملرنې غوښتنه کوي.
دغه راز، د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي شمسالله حسني وویل، په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د یو شمېر موسسو له خوا ورته د لنډمهالو زدهکړو مرکزونه او کلینیکونه جوړ شوي وو خو په دې برخو کې یې د دوی همېشنۍ ستونزې حل نهکړې.
د نوموړي په خبره، په ځلونو یې د وخت له مسوولینو سره خپلې ستونزې شریکې کړې، خو تر اوسه یې په غوښتنو چا غوږ نه دی ګرولی.
همدارنګه د ګرماب سیمې اوسېدونکي سیدمحمد وویل، ترینکوټ ښار ته غځېدلې لاره یې خرابه ده، په سیمه کې یې مخابراتي خدمات محدود دي، پاکو اوبو ته لاسرسی یې ستونزمن دی او د بشري مرستو برخه کې هم له پامه غورځول شوي دي.
هغه دغه راز وویل: «موږ له هر ډول خدمتونو بېبرخې یو، ښوونځي نهلرو، لارې مو خرابې دي او له اقتصادي ستونزو سره هم مخ یو.»
ورته مهال، د اروزګان ځايي مسوولین مني چې د ګرماب او چنار سیمو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي خو زیاتوي، هڅه کوي څو هلته یو شمېر پروژې پلې کړي.
د دغه ولایت د والي ویاند حافظ سمیعالله عکرمه پژواک خبري اژانس ته وویل، ولایتي ادارې اړوندو ریاستونو ته سپارښتنه کړې چې په یادو سیمو کې یو شمېر پروژې پلې کړي.
هغه زیاته کړه، دوه ورځې مخکې په ګرماب سیمه کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت د یوه تحکیماتي دېوال جوړولو چارې پیل شوې.
نوموړي وویل، ټولې هغو سیمو ته به دولتي خدمات ورسېږي چې اوسېدونکي یې کلونه محروم پاتې شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP