Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ازبکستاني چارواکو له افغانستان سره د ابولو لګولو سیسټم په عصري کولو کې د همکارۍ ژمنه کړې

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): افغان او ازبک چارواکو په تاشکند کې د اوبولګولو سیسټمونو د پراختیا، د امو سیند د تحکیماتو، د اوبو له سرچینو د موثرې استفادې او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی تېره ورځ ازبکستان ته ولاړ.

د کرنې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوي نن د ازبکستان هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت له مسوولینو سره ولیدل.

خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د اوبولګولو سیسټمونو د پراختیا، د امو سیند د تحکیماتو، د اوبو له سرچینو د موثرې استفادې، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو او د نورو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د ازبکستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ژمنه کړې چې د دغه هېواد پانګه‌وال چمتو دي څو د افغانستان د اوبولګولو سیسټمونو عصري کولو، په ځانګړي ډول د اوبو سپماکوونکو سیسټمونو لکه د څاڅکي (قطره‌یي) او باراني اوبو لګولو برخه کې همکاري وکړي.

خبرباڼه کې راغلي، د ازبکستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي مسوولینو تګ راتګ ته د دوام ورکولو او د اوبو، کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

یاد وزارت لیکلي، د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د ازبکستان اړوند مسوولینو ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه څو له شته ظرفیتونو لیدنه وکړي.

عمري له ازبکستانه غوښتي چې د کرنې وزارت د کارکوونکو، بزګرانو او مالدارانو د ظرفیت لوړولو او روزنې برخو کې همکاري وکړي؛ ځکه چې ازبکستان د اوبو د سرچینو پیاوړتیا او ګټورې استفادې برخو کې ارزښتناکه تجربه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.