Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او قزاقستاني چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴):د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د قزاقستان له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو پرمختګونو تر څنګ، د سیاسي اړیکو کچه هم د اوس په پرتله لا لوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د قزاقستان د جمهور رئیس د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ له مشر ډاکټر یرکین توکوموف او ورسره مل پلاوي سره لیدلي دي.

متقي ویلي: «افغانستان د قزاقستان جمهوریت ته د نږدې ملګري هېواد په سترګه ګوري او موږ هیله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته مثبت تعامل به لا پراخ شي.»

هغه زیاته کړې، افغانستان هیله لري چې د اقتصادي او سوداګریزو پرمختګونو تر څنګ، د سیاسي اړیکو کچه هم لوړه شي.

د قزاقستان د پلاوي مشر یرکین توکوموف هم ویلي، د دغه سفر پر مهال یې د افغانستان د وضعیت په اړه خورا مثبت انطباع اخیستی دی.

د هغه په وینا، د قزاقستان ولسمشر د افغانستان مسایلو ته ځانګړی پام لري، او همدا لامل دی چې دا مهال دواړه هېوادونه ښې اړیکې او پراخ تعامل لري.

یاد وزارت زیاته کړې چې په دې لیدنه کې له افغانستان سره د بیارغونې او زېربناوو د جوړولو، د قزاقستاني متخصصینو له تجربو څخه د ګټې اخیستو، کرنیزو، سوداګریزو او صنعتي برخو کې د همکاریو، برېښنایي حکومتولۍ او نورو بېلابېلو برخو کې د همکاریو په اړه هم خبرې وشوې

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.