Language

لوګر کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د کرکټ لس‌اوریزې سیالۍ ترسره شوې

پل‌علم (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): لوګر کې د کرکټ ځايي مسوولین وایي چې د کوچني اختر لمانځنې په مناسبت د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ولایت په کچه د ۳۸ لوبډلو ترمنځ لس‌اوریزې سیالۍ ترسره شوې.

د لوګر د کرکټ امر حشمت‌الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغو سیالیو دوه اونۍ دوام وکړ او د ولایت له بېلابېلو سیمو ۳۸ غوره لوبډلو ګډون په کې کړی و.

ستانکزي زیاته کړه: «د پایلوبې پړاو ته د ناصرو او پل‌ کندهاري کرکټ لوبډلو لاره موندلې وه چې ناصرو لوبډلې په خپلو لسو اورونو کې ۱۶۴ منډې جوړې کړې، خو پل‌کندهاري لوبډله ونه ‌توانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او لوبه یې د ۵۲ منډو په توپیر وبایله.»

ستانکزی وايي، دغه سیالۍ لوګر کې د کرکټ لوبې ته د ودې ورکولو، د لوبغاړو ترمنځ د غوره اړیکو رامنځته کولو او د کرکټ غوره لوبغاړو پېژندلو په موخه ترسره شوې.

د یادو سیالیو یوه کډونوال احمدخان پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ولایت په کچه په محمداغه ولسوالۍ کې د لسګونو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ ترسره شوې.

نوموړي د کرکټ پر امریت غږ وکړ چې د لوبغاړو ته د ظرفیت لوړونې، سیالیو او وسایلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادونې ده، د کوچني اختر په مناسب د لوګر په خروار ولسوالۍ کې هم د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ ترسره شوې.

Related Topics