کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې پر سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي او ټاکل شوي چې یو لوړپوړی پلاوی روسیې ته سفر وکړي.
د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د روسیې هېواد له سفیر دیمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره وکتل.
یاد وزارت لیکلي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ټینګار وکړ او په پام کې ده چې د ټولګټو وزارت یو لوړپوړی پلاوی روسیې هېواد ته سفر وکړي.
ټولګټو وزارت د دغه سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز دواړو لورو د سالنګ تونل د ترمیم، نوي تونل د رغولو او له روسیې هېواد څخه د سړک جوړونې او اوسپنې پټلۍ رغولو د وسایلو، ماشینریو، تجهیزاتو او اوسپنې پټلۍ قطعاتو او دې ورته نورو موادو د خریدارۍ په اړه هم هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.
د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ویلي، د روسیې هیواد د افغانستان سره په یاده برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP