Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ازبېک چارواکو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): د ازبېکستان د کرنې وزیر د افغانستان د کرنې له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی د کرنې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري ازبېکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن‌اوف سره په تاشکند کې ولیدل.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی وړمه ورځ ازبېکستان ته ولاړ.

خبرپاڼه کې راغلي، عمري په دغه لیدنه کې د کرنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

یاد وزارت لیکلي چې ‎عمري د کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې د پانګونې پراخ فرصتونه ازبېکستاني لوري ته تشرېح کړل او ډاډ یې ورکړ چې افغانستان به پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو او ټکنالوژۍ د شریکولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې افغانستان په اوسني حالت کې د کرنیزو تولیداتو زیاتوالي ته جدي اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه: «موږ باید په ګډه د کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره کار وکړو څو نه یوازې د کورنیو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وشي، ترڅنګ یې د نړۍوالۍ بې‌وزلۍ په کمښت کې هم برخه واخلو.»

د ازبېکستان د کرنې وزیر هم په دغه لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د کرنې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه، ازبېکستان ډېرو کرنیزو توکو ته اړتیا لري او افغانستان کولای شي د پنبې، وریجو، مېوو او سبزیجاتو په تولید سره په دې برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

د هغه په خبره، ازبېکستان چمتو دی اصلاح ‌شوي کرنیز تخمونه افغانستان ته ورکړي څو بزګران یې وکري او له حاصلاتو وروسته یاد هېواد چمتو دی چې بېرته دغه تولیدات وپېري.

یاد وزارت لیکلي چې دواړو خواو ژمنه وکړه چې د نباتي قرنطین او د حیواني روغتیا برخو کې به د بندرونو له لارې نږدې همکاري کوي څو ژر فاسدېدونکو محصولاتو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.