مزارشریف (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): د بلخ د شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، که څه هم د امو سیند د تخریباتو مخنیوي لپاره له دې مخکې استحکاماتي چارې ترسره شوې خو وايي، لا هم د سیند څپې د دوی ځمکي، کورونه او ژوند ګواښي.
شورتېپه او کلدار د بلخ هغه ولسوالۍ دي چې د امو سیند مستو څپو پهکې د خلکو کورونه، لویې لارې، جوماتونه، ښوونځي او کرنیزې ځمکې تخریب کړې دي.
شاوخوا دوه کاله مخکې د سرپرست حکومت د مشرتابه د پرېکړې له مخې، د امو سیند د تحکیماتو لپاره دوه میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې شوه او یو شمېر بېړنۍ تحکیماتي پروژې د سیند په څنډو کې پیل شوې چې خلک یې ډېرې ګټورې نه بولي.
خلک له حکومته غوښتنه کوي چې بنسټیز کارونه دې ترسره او د تل لپاره دې د دغو تخریباتو مخنیوی وکړي.
د شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي جانمراد پژواک خبري اژانس ته وویل چې امو سیند د بېړنیو تحکیماتو لپاره که څه هم د دوی په سیمه کې کار شوی خو زیاتوي چې د دغه سیند څپې لا هم د دوی ځمکې ویجاړوي.
نوموړی زیاتوي چې د سیند د تخریباتو له امله یو شمېر خلک اړ شوي چې نورو سیمو ته کډه وکړي او پاتې خلک یې په وېره کې ژوند کوي.
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د دغه سیند پر څنډو او له ازبکستان سره پر پوله استنادي دېوال جوړ او بسنټیزې چارې ترسره کړي.
قرباننظر د شورتېپې ولسوالۍ د هزازتوقي کلي یو بل اوسېدونکی دی چې وايي، بېړنۍ تحکیماتي پروژې یوازې د څو ورځو او لنډې مودې لپاره ګټورې دي خو د وخت په تېرېدو سره بېرته ویجاړېږي.
هغه وویل، د دوی ولسوالي او په ځانګړې توګه کلی یې د تخریباتو له جدي ګواښ سره مخ دی او د تحکیماتو لپاره یې باید بنسټیز او دایمي کار وشي.
همدارنګه، د دې ولسوالۍ یو شمېر نور اوسېدونکي هم ورته څرګندونې کوي او له سرپرست حکومته د بنسټیزو او بنیادي استحکاماتو غوښتنه لري.
بلخوا، بیا د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین د امو سیند غاړو د بېړنو تحکیماتي چارو د پیل خبر ورکوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیعالله عابد پژواک خبري اژانس ته وویل، د بلخ په شورتېپې ولسوالۍ کې د امو سیند غاړو ته د ویجاړو شوو ۱۵ بېلابېلو سیمو سروې شوې چې د جوړولو چارې به یې په نږدې وخت کې پیل شي.
هغه وویل: «د بلخ ولایت په شورتېپه ولسوالۍ کې د امو سیند غاړو د ویجاړو شوو برخو سروې ترسره شوه چې په ترڅ کې یې ۱۵ سیمې وپېژل شوې. دغه سروې د اوبو او انرژۍ وزارت په امر ترسره شوې چې د بېړنیو تحکیماتو چارې به یې په راتلونکي نږدې وخت کې پیل شي.»
د بلخ د شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې مهال یو ځل بیا د امو سیند غاړو د بېړنیو تحکیماتو غوښتنه کوي چې له دې وړاندې د دغه سیند د اوبو پورته کېدو له امله د بلخ سربېره په تخار، کندوز او جوزجان ولایتونو کې د عامه تاسیساتو او کورونو پر ویجاړېدو سربېره ګڼې کرنیزې ځمکې له منځه تللې او د دغو ولایتونو اوسېدونکو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP