کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري را ایستلو او هلته له هغوی سره پر ناسم چلند خواشیني ښودلې او د دغه وضعیت د بدلون غوښتنه یې کړې ده.
په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضربالاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد؛ د راپورونو له مخې، له هغه راهیسې شاوخوا ۴۰ زره افغانان په زور را ایستل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د پاکستان سفارت له سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وشوې.
خبرپاڼه کاږي: «د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د افغان کډوالو پر جبري اخراج او د ځینو ارګانونو له لوري له مهاجرینو سره پر نامناسب چلند خواشیني څرګنده کړه او روان ناسم چلند یې پاروونکی او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر زیان وباله او د دغه وضعیت د تغییرغوښتنه یې وکړه.»
دغه راز، د پاکستان سفارت سرپرست ویلي، د اسلامي امارت تشویش درک کوي او یاده موضوع به له اړوندو ارګانونو سره شریکه کړي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د متقابلو اغېزناکو اقداماتو پر کولو او د لوړپوړو پلاوو پر تګ راتګ ټینګار کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP