کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۹۱ هغه افغانان چې پاکستان کې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼې له مخې، د کندهار د سپینبولدک سرحدي امریت اعلان کړی چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر پنځو ورځو بندیان وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
پرون هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو چې ۲۸ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP