پلعلم (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): لوګر کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ولسي غونډه جوړه شوه او ګډونوالو یې ټينګار وکړ چې ناوړه دودونه یوازې د حکومت په هڅو له منځه نه ځي، بلکې ولس هم باید په دې برخه کې فعاله ونډه واخلي.
په دې غونډه کې چې د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې ترسره شوه، د اسلامي امارت سیمهییزو مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و چې هدف یې د بدو دودونو پر وړاندې د ټولنې د همغږۍ او مبارزې لپاره ګډ دریځ خپلول و.
د لوګرمرکز پلعلم ښاروال مولوي محمدشاکر ثاقب غونډې ته په خبرو کې وویل، اسلامي امارت په ټول هېواد کې د ناوړه دودونو مخنیوي لپاره هڅې پيل کړې دي.
نوموړي د ا.ا د مشر وروستي فرمان ته په اشاره زیاته کړه، اړتیا ده چې دغه فرمان د لوګر علماء، قومي مشران او ځوانان تر ولسونو ورسوي او په خپلو سیمو کې د ناوړه دودونو په مخنیوي کې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه مبارزه وکړي.
بلخوا، د لوګر د علماوو شورا غړي مولوي عبدالواحد وویل، د ناوړه دودونو له منځه وړل یوازې د حکومت دنده نه ده، اړتیا ده چې په دې برخه کې ولس هم پراخه ونډه واخلي.
هغه وویل، د ا.ا د مشر وروستی فرمان چې د ناوړه دودونو په اړه یې صادر کړی، د افغانانو په ګټه دی او باید په عملي کېدو کې یې ټول افغانان ونډه واخلي.
د غونډې یوه ګډونوال او د ځوانانو استازي عبدالله بیا پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ډول غونډې کولای شي چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو مخنیوی وکړي.
نوموړي حکومت ته وړاندیز وکړ چې په مرکز او ولسوالیو کې د ناوړه دودونو د له منځه وړو لپاره ولس ته پراخ عامه پوهاوی وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مشرتابه تېره میاشت په هېواد کې د کوژدو، ودونو، فاتحو، جنازو او له حج او عمرې د راستنېدو پر مهال له ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه یو پنځه مادهییز فرمان صادر کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP