لوګر کې د یوې غونډې ګډونوال: ناوړه دودونه باید د ولس او حکومت په ګډو هڅو له منځه یووړل شي
لوګر کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ولسي غونډه جوړه شوه او ګډونوالو یې ټينګار وکړ چې ناوړه دودونه یوازې د حکومت په هڅو له منځه نه ځي، بلکې ولس هم باید په دې برخه کې فعاله ونډه واخلي.


