Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د نږدې ۸۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د کابل ښاروالي وايي چې د کابل ښار ۲۲مې ناحیې اړوند ساحه کې د نږدې ۸۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.

دغه سړک د ۲۲مې ناحیې اړوند د کمري کلي ساحه کې د ګمرک پر سړک مشهور دی.

د کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد سړک ۲۵۸۶ متره اوږدوالی، ۳۱، ۲۶ او ۶.۵ متره سور لري چې پر جوړولو یې ټول ۸۳ میلیونه او ۸۱۸ زره افغانۍ لګښت راځي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، یاد سړک به چې ویالې، پلې لارې او ګلدانونه به هم ولري او ترڅنګ یې د اوبو یو لوی کانال هم تېرېږي، د یوه کال په موده کې جوړ شي.

د کابل ښاروالۍ لیکلي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د کمري او نورو ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورټي اسانتیاوې برابرې او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.