خوستښار (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): خوست کې د کرنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي ملاتړ د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شپږو کوچنیو ذخیروي بندونو (چکډيمونو) جوړولو چارې پیل شوې دي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس شېرمحمد ذبیح پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په درېيو ولسوالیو کې د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یادو چکډیمونو چارې پیل شوې.
هغه زياتوي: «دا چکډيمونو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په مالي ملاتړ د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د دغه ولایت په صبریو، باک او ځاځيمیدان ولسوالیو کې جوړیږي او تمه ده چې له جوړېدو سره یې د کرنیزو فعالیتونو لپاره د دوامداره اوبو برابرېدو ته زمینه برابره شي.»
د خوست یو شمېر اوسېدونکي هم دا پروژې اړتیا بولي او وايي چې دا ډول بندونه نه یوازې د وچکالۍ د ستونزې په حل کې مرسته کوي، بلکې د اقتصاد د پیاوړتیا لامل هم ګرځي.
د دغه ولایت يوه اوسېدونکي امیرخان پژواک ته وويل: «که حکومت او همکارې ادارې د کلیوالو سیمو لپاره نور کوچني او لوی بندونه جوړ کړي، دا به د خلکو اقتصاد ورغوي او د هېواد کرنیز سکټور به پیاوړی شي.»
د خوست يوه بل اوسېدونکي حاجي صدام هم د يادو چکډيمونو جوړول اغېزناک ياد کړل او زیاته یې کړه چې په دې سره به د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه وساتل شي.
هغه زياته کړه: «زموږ ځمکې داسې دي چې ډېره خاوره یې وچه پرته ده، د اوبو نشتوالي له امله وچه ده او هيڅ نه کرل کېږي، نو که چېرته چګډيمونه جوړ شي، انشااالله زموږ دا وچې ځمکې به خړوبې شي.»
د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې هم د خوست په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي مرسته تر لسو ډېر چکډيمونه جوړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP