Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حامد کرزی: پاکستان دې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ چلند وکړي

کابل (پژواک، ۲۶ حمل ۱۴۰۴): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او له هغوی سره د ناوړه چلند په اړه خواشيني څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې دغه هېواد دې له افغانانو سره د ښه ګاونډيتوب او نړۍوالو اصولو پر بنسټ چلند وکړي.

د پخواني ولسمشر د دفتر له خوا پر اېکس‌پاڼه خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې حامد کرزي له پاکستانه د افغان مهاجرینو پر جبري اخراج او دا چې د راپورونو پر اساس له هغوی سره بد چلند کېږي او شتمنۍ یې ترې اخیستل کېږي، خواشیني څرګنده کړې ده.

کرزي د دې ترڅنګ چې له افغان کډوالو سره دې پاکستان د ښه ګاونډیتوب او نړۍوالو اصولو پر بنا چلند وکړي، له اړوندو نړۍوالو ادارو او ملي سوداګرو غوښتي چې له راستنېدونکو کډوالو سره لازمې مرستې وکړي.

هغه دغه راز هیله څرګنده کړې چې له هېواده د مهاجرت ټول عوامل، خصوصاً په لېسو او پوهنتونونو کې د نجونو د تعلیم ممانعت له منځه ولاړ شي، څو خلک نور د وطن پرېښودو ته اړ نه شي او مهاجر شوي هېوادوال په خوښۍ بېرته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضرب‌الاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد؛ د راپورونو له مخې، له هغه راهیسې شاوخوا ۴۰ زره افغانان په زور را ایستل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.