شبرغان (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دي.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار اړوند په جنګلباغ سیمه کې د یوه موټرسایکل او باروړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.
هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې موټرسایکل سپاره ژوند له لاسه ورکړی دی.
حلیمي د یادې پېښې لامل د چلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP