Language

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

شبرغان (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار اړوند په جنګل‌باغ سیمه کې د یوه موټرسایکل او باروړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.

هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې موټرسایکل سپاره ژوند له لاسه ورکړی دی.

حلیمي د یادې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.