Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سعودي عربستان یو افغان اعدام کړ

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، سعودي عربستان د دغه هېواد په مکه ښار کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور یو افغان اعدام کړی دی.

د نیو عرب په نوم عربي رسنۍ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې یک‌شنبه ورځ یې د بادشاه‌قل سلیماني په نوم یو افغان اعدام کړی دی.

د راپور له مخې، یاد افغان د هیرویین قاچاق لپاره په بدن کې د ځای پر ځای کولو له طریقې څخه کار اخیستی و.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی: «هر څوک چې یاد جرم ترسره کړي، له قانوني مجازات سره به مخ شي.»

راپور کې راغلي چې د یاد حکم پلي کول د نشه‌یي توکو پر وړاندې د یاد هېواد قاطع دریځ ښیي او سعودي عربستان به د نشه‌یي قاچاق‌کوونکو پر وړاندې سختې سزاګانې عملي کړي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.