Language

تخار کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي

تالقان (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د رستاق ولسوالۍ په کوراتم سیمه کې له سړکه د یوه موټر د وتلو له امله شوې ده.

سرچینې ویلي چې په دې پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

Related Topics