ګردېز (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې ۲۸۰ ځوانانو ته د حرفوي زدهکړو شپږ میاشتنی پروګرام پيل شو.
د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو ریيس قاري محمدرحيم نصرت نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې یادو کسانو ته به د موبايل او موټرسایکل ترميمولو، برق او خياطۍ برخو کې عملي او نظري زدهکړې ورکړل شي.
هغه زیاته کړه، دغه ریاست هڅه کوي چې د نوو راستنو شوو ځوانانو لپاره هم د حرفوي زدهکړو پروګرام پيل کړي.
د یاد پروګرام يوه ګډونوال شفيقالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې حرفوي زدهکړې د ټولنې اوزګارو ځوانانو ته د کاري زمينې برابرېدو برخه کې مهمې دي.
د هغه په خبره، د يادو زدهکړو په ترلاسه کېدو سره به ډېری ځوانان له نشهيي توکو راوګرځي او د يو کسب له زدهکړې وروسته به خپلو کورنيو ته نفقه برابروي.
د موټرسایکل د ترميم برخې يوه زدهکوونکي روحالله هم پژواک ته وويل چې د دې زدهکړو له ترلاسه کولو وروسته به ځان ته شخصي کاروبار پیل کړي.
هغه له مسوولينو غوښتنه وکړه چې له زدهکړو وروسته دې د اړوند برخې وسایلو مرسته ورسره وکړي او د کار زمینه دې ورته برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP