Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشریف ښار کې د یوې څلورلارې جوړولو چارې پیل شوې

مزارشریف (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د «نوي ښار» په نوم د یوې څلورلارې د جوړېدو چارې پیل شوې.

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د کابل – بلخ پر لویه لار د بلخ د هوايي ډګر او نوي ښار ښارګوټي ترمنځ سیمه کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د نوي ښار په نوم د یوې څلورلارې د جوړېدو چارې پیل شوې چې لس میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې کېږي او چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د مزارشریف ښاروال عبدالرحمن همت نن په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې له نورو سوداګرو هم وغوښتل چې په کور دننه د پانګونې سربېره دې د ښار په ښکلا او زرغونتیا کې هم له حکومت سره په ګډه کار وکړي.

هغه دغه راز وویل، دا مهال په مزارشریف ښار کې ۱۸ څلورلارې شته چې هڅه کوي په راتلونکي کې ټولې له سره ورغوي.

ورته مهال، د یادې سیمې اوسېدونکي هم خوښ دي چې له دې سره به د مزارشریف ښار ښکلا لا ډېره او د موټرو ګڼه‌ګوڼه به کمه شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.