کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): بهرنیو چارو وزارت پر څلورو کسانو د قصاص حکم پلي کېدو په اړه د یوناما څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت يو غيرمسؤولانه، د يوناما د ماموريت خلاف او د نه زغم عمل دی او باید تکرار نه شي.
د روانې وري میاشتې په ۲۳مه سترې محکمې په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې پر څلورو کسانو د قصاص حکم پلی کړ خو یوناما ویلي و چې د مرګ سزا د ژوند د اساسي حق سره په ټکر کې ده او د سمدستي ځنډولو غوښتنه یې کړې وه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، د قصاص حکم د درېیو محکمو له هر اړخیزو څېړنو وروسته نهایي او مجرم ته له پیل څخه د دفاع حق هم ورکول کېږي.
یاد وزارت لیکلي چې دا چې یوناما د دغه الهي حکم د تعليق او لغو کولو غوښتنه يې کړې، اسلامي امارت دغه څرګندونې غيرمسؤولانه او له اسلامي احکامو څخه پر ناخبرۍ ولاړ عمل بولي.
خبرپاڼه کې راغلي: «ټولو ته بايد واضحه وي، څرنګه چې د شرعي حدودو او د هغو له ډلې د قصاص د حد تطبيق د اسلامي شريعت يو غيرقابل انکار برخه او شرعي نصوصو کې ژوند ياد شوی او عملي انساني تجربو يې هم د عدالت او ټولنيز نظم د تامين په برخه کې موثريت ثابت کړی، دا چې اسلامي امارت یو اسلامي نظام دی، د قصاص د حکم تطبيق خپل مکلفيت بولي.»
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت يو غيرمسؤولانه، د يوناما د ماموريت خلاف او د نه زغم عمل دی چې بايد په راتلونکي کې ترې په جدي ډول ځان وساتي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP