کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، افغانستان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ هېواد دی او دوی د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره دوامداره مالي ملاتړ ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د افغانستان څانګې نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان د خوارځواکۍ له ګواښ سره یو مخ هېواد دی او په دغه بېړني حالت کې افغان ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.
سرچینې لیکلي: «موږ د ژوند ژغورلو لپاره دوامداره تمویل ته اړتیا لرو.»
د خوړو نړۍوال پروګرام اټکل کړی چې سږ کال به په افغانستان کې ۵،۳ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې وري میاشتې په ۱۸مه هم د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی و چې سږ کال به په افغانستان کې ۳.۵ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي خو زیاته کړې یې وه چې دغه سازمان د کافي مالي سرچینو په برابرېدو سره کولی شي دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP