ګردېز (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۴) د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې یې د نشهیي توکو درې کارخونې کشف کړې او ۷۳۰ کیلوګرامه چرس یې نیولي دي.
د پکتيا امنيې قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د احمدخېلو ولسوالۍ بېلابېلو سيمو کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري تېره ورځ د یو لړ عملیاتو په پایله کې د نشهیي توکو د پروسس له درې کارخونو څخه ۷۳۰ کيلوګرامه چرس تر لاسه شوي او وروسته کارخونې له منځه وړل شوي دي.
ځدراڼ زياتوي له یادو کارخونو څخه ٣٨٩ کیلوګرامه د چرسو تخم (بنک) او د چرسو ایستلو پروسس کولو سامانونه هم ترلاسه شوي.
ځدراڼ وويل چې د دغه کارخونو په تړاو څوک نه دي نيول شوي خو امنيتي ځواکونه په سيمه کې پلټنې کوي.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې هم امنيتي ځواکونو د احمدابا ولسوالۍ د زرګل سيمه کې ۵۰۳ کيلوګرامه چرس تر لاسه کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP