Language

ننګرهار کې یوه پلار خپل زوی په ډزو وژلی

جلال‌اباد (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یوه پلار خپل زوی په ډزو وژلی دی.

د ننګرهار د امنیې قومانداني ویاند سیدطیب حماد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د حصارک ولسوالۍ په محمد کلا سیمه کې شوې ده.

حماد د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل: «په دې سیمه کې د سلطان‌محمد په نوم یوه کس خپل زوی الله‌نظر په ډزو وژلی دی.»

هغه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د وژل شوي ځوان پلار نیولی او له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.