Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یمن کې د امریکا تازه هوایي بریدونو کې ۱۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، امریکا د یمن د راس عیسی پر نفتي بندر هوایي بریدونه کړي چې شاوخوا ۳۸ کسان په‌کې وژل شوي او ۱۰۲ نور ټپیان دي.

د الجزیزې ټلوېزیون نن په یوه راپور کې ویلي، پرون پنجشنبې د یمن د راس عیسی د تېلو پر بندر د امریکا هوایي بریدونو کې ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۰۲ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) له قوله لیکلي چې دغه هوایي بریدونه یې د حوثیانو د تمویل او سرچینو بندولو لپاره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې کب میاشتې په ۲۷مه هم په یمن کې د امریکا په هوایي بریدونو کې ۵۳ کسان وژل شوي وو او ۹۸ نور ټپیان وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.