سرپل (پژواک،۳۰ وری ۱۴۰۴): ناقانونه کډوالي چې ډېری افغانان د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله ورته مخه کوي، پر یوه تیاره لار له ګواښه ډک هغه اقدام دی چې کولای شي په دوکه، شکنجه، د بدن د غړو په پرې کېدو او کله کله د ژوند په له لاسه ورکولو پای ته ورسېږي.
په دغه راپور کې د سرپل د مرکز اړوند د بلغلي کلي څلور ځوانان له پژواک اژانس سره خبرو کې د هغه سفر کیسه کوي چې په ساړه ژمي کې د ایران او ترکیې پر پولو د درد، شکنجې او د بدن د غړو په پرې کېدو پای ته رسېږي.
۲۵کلن محمدیاسین عظیمي یو له دغو ځوانانو دی چې د خپلې کورنۍ د اقتصادي وضعیت ښه کېدو په موخه یې څلور میاشتې مخکې پرېکړه وکړه څو له ایرانه ترکیې ته ولاړ شي. هغه د خپلوانو له ډلې له درېیو نورو ځوانانو (عبدالکریم بشردوست، اسماعیل او شاولي) سره له قاچاقبرانو سره اړیکه ونیوه او هغوی ژمنه ورسره کړې وه چې هر یو کس به د څلور زره امریکايي ډالرو په بدل کې ترکیې ته رسوي.
هغه چې خپلو نیمګړو پښو او لاسونو ته کتل، وويل: «قاچاقبرانو موټر راولېږه څو موږ خپل مقصد ته ورسوي، تر ماکو ولایته، د ایران او ترکیې ترمنځ تر پولې پورې موټر څو ځلې ودرېد او لاره یې بدله کړه، څلور ځلې یې موټر بدل کړ څو ماکو – د ایران او ترکیې مرزي سیمې ته ورسېدو، خو قاچاقبرانو ونه شو کړای موږ له پولې واړوي، په پای کې یې موږ کُردي غلو ته تسلیم کړو.»
هغه چې تر لسم ټولګي یې ښوونځی لوستی وویل، ۱۵ ورځې له واورې په ډکو غرونو کې برمته وو، څونه وخت چې له غلو سره وو، شپه او ورځ په پرلهپسې ډول شکنجه کېدل؛ داسې شکنجې چې په مختلفو وسایلو به له داسې وضعیت سره مخ کېدل چې د پورته کېدو توان به یې هم نور 1نه درلود.
هغه چې د غره په سخته یخنۍ یې پښې یخ وهلې وې، داسې وویل: «موږ به یې شپه او ورځ په لرګي، کمربند او ډبلو لینونو په داسې حال چې له ځایه به نه شوای پورته کېدای، شکنجه کولو؛ پښې مو یخ ووهلې او تر اوسه مو ځانونه درد کوي. له قاچاقبرانو له تېښتې وروسته ۴۰ ورځې په ایران کې بستر وو او زما پښې دوه ځلې عملیات شوې، کله چې افغانستان ته راغلو، بیا درې ځلې عملیات شوم، د ښۍ پښې پنځه ګوتې مې پرې شوې او د چپې پښې ټوله پنجه مې پرې شوه.»
نوموړي څرګنده کړه، قاچاقچیانو وروسته له هغه چې ویې نه شو کولای دوی له پولې تېر کړي، پر غلو یې وپلورل؛ ځکه تر هغو چې یې دوی ترکیې ته نه وي رسولي، قاچاقچیانو ته پیسې په ګوتو نه ورتلې، هغوی یې د څلور زره ډالرو په بدل کې پر غلو وپلورل، غلو له هر یوه شپږ شپږ زره ډالر غوښتل؛ ځکه غلو قاچاقچیانو ته څلور زره ډالر ورکړي وو، د هر یوه له پېرلو یې دوه زره ډالر ګټه اخیسته.
یاد ځوان چې اوس یې د دواړو پښو ګوتې له لاسه ورکړې وايي، د خپلې مېرمنې او یوه ماشوم راتلونکي ته اندېښمن دی؛ ځکه بل کار یې په وس کې نه دی ویې کړي. د پښو د ګوتو د پنځه ځلې عملیاتونو لګښت چې دوه سوه زره افغانۍ شوې، کارګرو ملګرو یې له بهره ورته را استولې دي.
۳۶ کلن عبدالکریم بشردوست د شپږو ماشومانو پلار دی؛ هغه شاوخوا پنځلس کاله په کډوالۍ کې تېر کړي، لس کاله په ترکیه کې او څلور کاله په ایران کې، خو اوس د هغه سفر یادونه کوي چې له تېر وخت سره یې هيڅ ورته والی نه لري:
«غله ډېر ظالمان وو، ځای مو یخ و، له اوبو او خوړو پرته؛ هر وخت مو چې څه ترې غوښتل، موږ یې وهلو، زموږ پر ګېډو یې غټې ډبرې راکېښودې، دوو ملګرو مې د پښو ګوتې له لاسه ورکړې، زه خپله اوس هم نه شم کولای د پښو پر نوکانو زور وکړم، ملا مې همېشه درد کوي.»
هغه سوړ اسوېلی وایست، ویې ویل، د مفلسۍ او اقتصادي کمزورتیا له امله له یاد برخلیک سره مخ شوي، که پیسې یې درلودای او ځان ته یې په وطن کې کاروبار جوړ کړی وای، له داسې خطر سره به نه مخ کېدل.
۲۵ کلن اسماعیل تر څلورم ټولګي ښوونځی لوستی، واده یې کړی او اوس یو ماشوم لري. هغه د ناقانونه کډوالۍ په لار کې د یوې پښې ګوتې له لاسه ورکړې او د خپل دغه اقدام لامل اقتصادي ستونزې یادوي.
هغه وايي: «ایران ته په ویزه لاړم، یوه میاشت مې هلته کار وکړ، دا چې د ایران پیسو ارزښت نه درلود، پرېکړه مې وکړه په ناقانونه ډول ترکیې ته ولاړ شم، کله چې د غلو لاس ته ولوېدم، سختې ورځې مې وليدلې؛ د وهل او ډبول کېدو پایله کې مې سر مات شو، د پښو ګوتې مې یخ ووهلې او پرې شوې.»
هغه وايي: «هغو کسانو ته چې په ناقانونه توګه کډوالۍ ته مخه کوي، وایم چې مه ځئ، ډېره سخته ده، زه خپله نور هيڅکله په ناقانونه ډول مهاجرت نه کوم.»
د اسلامي امارت مشرتابه تازه د انسانانو له قاچاقه د مخنیوي په موخه یو فرمان چې شپږ مادې لري صادر کړی او د کورنیو چارو وزارت ته یې دنده سپارلې چې قاچاقچیان تثبیت کړي او ويې نیسي، د مجازاتو لپاره یې نظامي محکمو ته وروپېژني، هغه مرکزونه چې د انسانانو د قاچاق لپاره ترې کار اخیستل کېږي، باید وتړل شي. دغه راز د ملي دفاع وزارت مسوولیت لري چې په پولو کې د انساني قاچاق مخه ونیسي او د استخباراتو ریاست هم د قاچاق د کشف برخه کې د کورنیو چارو له وزارت سره مرسته کوي.
په دغه فرمان کې د انسانانو قاچاقبرانو ته په لومړي ځل یو کال بند، د تکرار په صورت کې دوه کاله بند او په درېيم ځل درې کاله بند سزا په پام کې نیول شوې ده.
۳۸ کلن شاولي چې پنځه ماشومان لري، یو بل له هغو ځوانانو دی چې د خپلې ناقانونه کډوالۍ کیسه داسې بیانوي: «موږ یې په یو اووهکسیز موټر کې ځای پر ځای کړو، یونیم ساعت یې په خام سړک مزل وکړ، وروسته له یونیم ساعته د موټر په درېدو سره غالمغال جوړ شو، ما د موټر له غرفې سر وایست. غلو د موټر ډاله زما پر سر راووهله او غرفه راباندې قلف شوه.»
هغه زیاته کړه، له څو شېبو وروسته یې غرفه خلاصه کړه، دوی یې له موټره ښکته کړل، په لاسونو، پښو او غاړو کې یې زنځیرونه ورته واچول. هر شپه به یې له یوه تر بل غره شپږ ساعته لوڅې پښې مزل پرې کاوه څو د سیمې خلک او شپانه پرې خبر نه شي.
هغه وویل: «هره ورځ به یې خوړلو ته یوازې یو رومي بانجان راکاوه، هره ورځ به یې وهلو، یو ځل یې زما غوږ پرې کړ، یوه شپه یې غوښتل چې زموږ پر یوه ملګري ډز وکړي خو موږ پر هغه ځانونه ور وغورځول، ومو ویل چې که هغه وژنې نو باید موږ ټول ووژنې؛ ځکه چې پرته یو له بله کلي ته بېرته نه شو تلای.»
شاولي ټینګار وکړ: «غلو یوه شپه په سړه او هواره ځمکه پرېښودو، خپله بل ځای ته ولاړل، چې شپه شوه، ملګرو ته مې وویل چې نن شپه باید وتښتو؛ ځکه که دغه فرصت له لاسه ورکړو، ښايي بیا هیڅ لاره راته پاتې نه شي، ملګري مې وېرېدلي وو، ویل یې چې که غله مو ونیسي، وژني مو، ما وویل، هر څه چې کېږي باید وتښتو.»
هغه وايي، د شپې له تیارې په استفادې کله چې غله له هغه ځایه لرې شول، یو ملګري یې په تیږه د غاړې زنځیر مات کړ، بیا بریالي شول نور زنځیرونه هم مات کړي، کله چې د غلو پام شو، غږ یې وکړ، خو دوی ځان ناګاره واچاوه، له غلو سره له نښتې وروسته یوه ډله په موټرسایکل په دوی پسې ورغلل خو دوی په تېښته بریالي شول او سهار د یوه کلي جومات ته ورسېدل چې د ایران بیرغ په کې و.
شاهولي وویل چې موږ ته د سیمې خلکو په جومات کې پناه راکړه، بیا یې د ایران پولیس خبر کړل، پولیسو موږ له هغه ځایه انتقال کړو او ښار ته یې بوتلو.
دا یوازې د څلورو سرپلي کیسې نه دي، بلکې د زرګونو هغو ځوانانو کیسې دي چې له بېوزلۍ او بېکارۍ تېښته کوي، ځان سختیو ته ورکوي چې ان تصور یې سړی لړزوي، هغه لارې چې فکر کېده تر یوه ښه ژونده به ورسېږي، اوس د هیلو هدیره ګرځېدلې دي.
د کارپوهانو په خبره، اقتصادي ستونزې بېکاري، بېوزلي او د لارو د خطرونو په اړه نه پوهاوی هغه لاملونه دي چې د ځوانانو د غیرقانوني کډوالۍ لامل کېږي.
ورته مهال، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي پژواک ته وویل، دغه وزارت د بېکارۍ کمولو او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه تېر کال شاوخوا ۴۰ زره کسانو ته د حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړې ده څو له دې لارې وکولای شي د کار بازار ورشي او کار وکړي.
دغهراز، هغه وویل چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې یې ۱۱۴ زره داخلي او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه ورکړي دي.
ابراهیمي وویل چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي څو له بهرنیو، په ځانګړي ډول خلیجي هېوادونو سره ګډه همکاري ولري څو په دغو هېوادونو کې افغان کارګرو ته د کار قانوني زمینه برابره شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ویاند په خبره، په دې برخه کې له قطر، عمان، عربي متحده اماراتو او ځينو نورو هېوادونو سره لومړني هوکړهلیکونه ترسره شوي او د هغو پر تطبیق کار روان دی.
هغه وایي، په راتلونکي کال کې به د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه وکړي څو د کار ملي کنفرانس ژمنې چې تېر کال وشوې، عملي شي. د هغه په خبره، د دغو ژمنو په تطبیق سره به نه یوازې خلکو ته ډېر کاري فرصتونه برابر شي، بلکې په هېواد کې به د بېوزلۍ کچه هم ټيټه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP