پاراخ (پژواک ۲ غویی ۱۴۰۴): د پنجشېر ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د لومړۍ حصې او پریان ولسوالیو اړوند د زمردو ۲۱ نوې کاني ساحې تثبیت شوې دي.
د پنجشېر له کانونو د نظارت ټیم غړي انجنیر نصرتالله کاوش د دغه مطلب څرګندولو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا سیمې د لومړۍ حصې ولسوالۍ په سفید چهر، ریوت دښتې او حینج کلیو او د پریان ولسوالۍ په خینو کلیو کې تثبیت شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د پنجشېر د کانونو ریاست د زمردو کانکیندنې ۶۰۰ جوازونه وېشلي چې له دې ډلې پر ۲۰۰ کانونو کار روان دی او ۱۴ زره کسان د کانونو په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي.
د پنجشېر د کانونو ریاست له دې مخکې په دغه ولایت کې د زمردو د ۱۷۰۰ کانونو د تثبیت خبر ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د پنجشېر د کانونو ریاست د زمردو د پلور له درکه څه باندې ۲۱ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP