کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د هند پولیسو اعلان کړی چې کشمیر کې پر ګرځندویانو د وسلهوالو کسانو په ډزو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
اسوشیټدپرېس نن (چهارشنبه) د هند پولیسو له قوله راپور ورکړی چې یاد برید پرون (سهشنبه) د هیمالیا په فدرال سیمه کې شوی دی.
پولیسو زیاته کړې چې د یادې پېښې د ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د یادې سیمې تر ټولو لوړپوړي چارواکی عمر عبدالله په دې اړه ویلي: «یاد برید له ټولو هغو بریدونو لوی برید دی چې په وروستیو کلونو کې مو د ملکیانو پر وړاندې لیدلی دی.»
ورته مهال، دوو افسرانو د نوم نه خپرېدو په شرط ویلي چې لږ تر لږه څلورو وسلهوالو له نږدې واټن څخه پر ګرځندویانو ډزې کړې دي.
د هغوی په وینا، ډېری وژل شوي ګرځندویان هندیان دي.
د راپور له مخې، د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: «موږ به له عاملینو سره سخت چلند وکړو.»
د هند لومړي وزیر نرندرا مودي هم سعودي عربستان ته خپل دوه ورځنی سفر لنډ کړی او د چهارشنبې په سهار بېرته نوې ډیلۍ ته وګرځېد.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP