Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د صابرې په نوم د جبري واده یوه قرباني د خپل تېر ترخه ژوند کیسه کوي

شبرغان (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په یوه څنډه کې د صابرې په نوم یوه ۲۰ کلنه ښځه چې د جبري واده له امله له زده‌کړو بې‌برخې او دغه راز له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې ده، له کورنیو غواړي چې خپل اولادونه دې جبري ودونو ته نه اړباسي او راتلونکی دې نه ور تباه کوي.

د جبري اواده یوه قرباني

د جوزجان ولایت د شبرغان ښار اوسېدونکې ۲۰ کلنه صابره یوه له هغو ښځو ده چې پنځه کاله مخکې د خپلې مور او پلار له خوا له هغه کس سره واده کولو ته اړ ایستل شوه چې په عمر کې ۱۵ کاله ترې مشر و.

صابره چې هغه مهال د ګډ ژوند په اړه هیڅ نه پوهېده، د کور له کارونو سره بلده نه وه او لا د ښوونځي په اووم ټولګي کې وه، د نېکمرغه او خوښ ژوند په هیله د خپل بخت کور ته ولاړه.

هغه وايي: «کله چې مې واده وکړ او د خپل مېړه کور ته ولاړم، ما فکر کاوه چې د درس ویلو مخه به مې نه نیسي، د هغه مور به له ما سره د خپلې لور په شان مینه لري او خاوند به مې د ملکې په څېر راته ګوري؛ ځکه چې زه ډېره وړه وم.»

صابرې سوړ اسوېلی وایست ویې ویل، خو داسې ونه شول، د دې او کورنۍ د تمې خلاف، هغه د خاوند کره له ډېر سخت تاوتریخوالي سره مخ شوه.

د صابرې ګډ ژوند ډېر دوام ونه کړ؛ یوازې څلور میاشتې یې له خپل خاوند او د هغه له کورنۍ سره تېرې کړې؛ ځکه هغه د ډېر تاوتریخوالي له امله اړه شوه تېښته وکړي او د خپل پلار کره ولاړه شي.

هغې وویل: «څلور میاشتې مې د خپل مخکني مېړه له کورنۍ سره تېرې کړې، دغه څلور میاشتې د څلورو کلونو په شان وې، د واده له اولو ورځو یې زما وهل ټکول شروع کړل.»

صابره چې د خپل ګډ ژوند د ترخو خاطرو له ور یادېدو ډېره متاثره شوې وویل: «د دې پر ځای چې ما ته خواړه راکړي، وهلم به یې، بد او رد یې راته ویل، ژوند راته زندان شوی و او د هغوی په کور کې نور راته د ژوند کولو هیله پاتې نه وه، ان تر دې چې وتښتېدم او د خپل پلار کره راغلم، پلار مې زما پر بدن باندې د ټپونو په لیدو حیران شو، پرېکړه یې وکړه چې زما طلاق ترې واخلي.»

د تیارو شپو او ورځو پای او یو نوی پيل

صابره وايي، له طلاق اخیستو وروسته یې د ارامۍ ساه واخیسته او د ارامه ژوند په هیله وه. هغې د یوه خپلوان په مشوره او هڅونه د ښوونځي درسونو ته ادامه ورکړه او د ښوونځي د درسونو له ختمېدو وورسته د قابلګۍ په ښوونیز پروګرام کې شامله شوه.

که څه هم صابره وروسته له طلاق اخیستو د پلار په کور کې ارامه نه وه؛ ځکه چې له هرې خوا یې پيغورونه اورېدل، زیاتره وخت به یې میرې او پلار ورسره ناسم چلند کاوه خو خپلې لارې ته یې ادامه ورکړه.

هغې زیاته کړه: «د پلار په کور کې مې درس ولوست، قابلګي مې ولوسته او خپل راتلونکي لپاره مې هڅه وکړه او دا چې یو داسې مسلک مې زده کړی و چې د هغې له لارې پر پښو درېږم، ډېره خوشحاله وم.»

خو په ټولنه کې ناسمو دودونو یو ځل بیا د صابرې د خوښیو مخه ونیوله

د صابرې په وینا، خوښي یې تل‌پاتې نه وه او په ټولنه کې حاکم ناسم دود هیلو ته د رسېدو برخه کې د هغې مخه نیولې وه.

هغه وايي: «بریا ته نږدې وم، تازه مې په یو کلینیک کې د کار وړاندیز کړی و چې مور او پلار مې په ټولنه کې د دودیزو رواجونو له مخې چې یوه مجرده نجلۍ باید د پلار په کور کې پاتې او کار ونه کړي، پرېکړه یې وکړه چې زما واده وکړي او هره ورځ یې زه مجبورولم چې پرېکړه یې ومنم.»

هغې له اوښکو په ډکو سترګو وویل: «کوم ظلمونه مې چې په تېر واده کې لیدلي وو، وېره یې لا هم زما په زړه کې وه، د طلاق په ورځ مې قسم کړی و چې بیا به هېڅکله واده نه‌کوم، همدا د دې لامل شو چې کشر ورور سره مې ایران ته خپلې مشرې خور کره لاړم خو له بده‌مرغه چې ایران کې هم ورته کیسه پيل شوه او خور مې واده ته هڅولم.»

ایا صابرې د کورنۍ پرېکړې ته غاړه کېښوده؟

صابره وایي چې د مور او پلار او خپلوانو فشارونه یې تر دې حده پرې اغیز وکړ چې د ځان‌وژنې پرېکړه یې وکړه او یوه شپه یې یو پاکټ درمل خوړلي وو خو له مرګه وژغول شوه.

هغه وايي: «کله مې چې د ځان‌وژنې پرېکړه وکړه او وژغورل شوم، پلار مې له خپلې پرېکړې تېر شو او نوره یې زه دویم واده ته مجبوره نه کړم.»

هغه له کورنیو غواړي چې خپلې لوڼې د ناسمو دودونو قرباني نه کړي او ژوند یې د دې په څېر برباد نه کړي، هغوی ته دې اجازه ورکړي چې خپلې پرېکړې خپله ونیسي او په ارامۍ ژوند وکړي.

دا یوازې صابره نه ده چې اجباري واده له هغې خوښې او نیکمرغي اخیستې، بلکې ډېرې نجونې دي چې له داسې برخلیک سره مخ شوې دي.

ګلثوم یوه بله مېرمن چې د شبرغان ښار د «صوفي قله» کلي اوسېدونکې ده، وايي، په ۱۴ کلنۍ کې اجباري واده ته اړ کړل شوې ده.

اوس چې د ګلثوم له اجباري واده اته کاله تېرېږي او یو زوی او یوه لور لري، وايي چې کورنۍ یې هغه د یو میلیون افغانیو په بدل کې داسې کس ته ورکړه چې له دې یې یوولس کال عمر ډېر و.

ګلثوم له داسې سړي سره واده کولو ته مجبوره شوې وه چې ۱۱ کاله ترې لوی و، هغه وايي: «د ښوونځي په اووم ټولګي کې وم، له درس او تعلیم سره مې ډېره لېوالتیا درلوده چې خلک په مرکه راته راتلل، پلار او مور مې ویل چې پېغله شوې یې او د واده وخت دې دی، درس مهم نه دی… بالاخره زه یې اړه کړم چې له داسې هلک سره چې ۲۵ کلن و، کوژده او واده وکړم.»

هغه لږ غلې شوه او د خپل کور د فرش ګلانو ته یې کتل، ګواکې په هغو ګلانو کې یې ارامتیا لټوله چې د پیغلتوب په موسم کې یې له لاسه ورکړې وه.

هغې له یو شېبې وروسته خپل سکوت مات کړ او خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ: «ډېر مې خوښېده چې د خپلو نورو هم‌ځولو نجونو په شان ښوونځي ته لاړه شم، درس ووایم او په راتلونکې کې ښوونکې شمه، ښوونکې کېدل زما د ژوند یو له ښو ارمانونو څخه و چې مور او پلار مې له ما واخیستل.»

ګلثوم چې خپلو ماشومانو ته ځېره وه، ویې ویل: «خیر دی واده خو مې وکړو، خو په همدې موده کې یو ځل هم خوشاله نه وم، له یوې خوا زه خپله د ژوند له تودو او سړو نه پوهېدم او له بلې خوا خاوند مې زه درک کولم نه، نه ما د هغه خبرو ته غوږ نیوه او نه مې منلې او نه هغه کولای شوای چې زما خبرې ومني، همدغه اختلاف چې له پیل څخه زموږ ترمنځ وو او تر اوسه دوام لري، زموږ ترمنځ ډېر جنجالونه کېږي او ان ډېری وخت مې وهي.»

د ګلثوم په وینا، مور او پلار یې د دې له امله چې د خاوند کورنۍ یې مالداره وه او د ولور په نامه یې ډېرې پیسې ورکولې، د هغې د تعلیم او درس پر وړاندې خنډ شول او هغه یې واده کولو ته اړه باسله.

هغې ویل چې د خپلو اولادنو درسونو ته به ډېره پاملرنه کوي او زیاته یې کړه: «زه هېڅکله خپل زوی او لور واده کولو ته نه اړ باسم، باید درس ووایي او هر کله یې چې واده کاوه نو باید رضایت ولري.»

د ښځو د حقونو یوه کارپوه: د اجباري ودونو له ناوړه دود سره دې مبارز وشي

جوزجان کې د ښځو د حقونو یوې فعالې شګوفې علي‌بیک پژواک ته وویل چې په هېواد کې له ډېر پخوا راهیسې د بېلابېلو دلایلو له امله اجباري ودونه شته دي.

هغه وایي چې د کورنیو د سواد کچې ټیټوالی، اقتصادي ستونزې او په هېواد کې حاکم ناوړه دودنه د اجباري ودونو عمده لاملونه دي.

د هغې په خبره، اجباري ودونه او ځيني برخو کې بلوغ ته له رسېدو مخکې ودونه، ډېرې ستونزې رامنځته کوي چې ځيني وخت د ښځې او خاوند ترمنځ د تاوتریخوالي او ان د طلاق رامنځته کېدو لامل کېږي.

هغه وایي، باید له دې چارې سره جدي مبارزه وشي او خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.

دیني عالمان: ودونه باید د خوښۍ وسیله واوسي نه درد او کړاو

جوزجان کې یو دیني عالم مولوي روح‌الله وایي: «په اسلام کې د ودونو یو مهم شرط د نجلۍ رضایت دی، پیغمیر صلی الله علیه وسلم فرمایي: [کونډه دې د هغې له اجازې او نجلۍ دې د هغې له رضایته پرته واده نه کړای شي] که نجلۍ د هغې له رضایت پرته واده شي داسې نکاح د شرعیت له نظره جایزه نه ده، په کوم واده کې چې محبت، تفاهم او رضایت نه وي، ظلم دی نه سنت.»

ورته مهال، د جوزجان د حج او اوقافو رییس مفتي نصرت‌الله منصور وویل چې اجباري او په کم‌عمر کې ودونه ښه کار نه دی.

هغه زیاته کړه: «په کم‌عمر ودونه، کله چې نجلۍ لا فکري بلوغ ته نه وي رسېدلې، کېدای شي بدې پایلې ولري، اسلام عمر نه دی مشخص کړی، خو عقل او تجربه یې معیار ګرځولي، موږ هغو کورنیو ته سپارښتنه کوو چې د خپلو لوڼو نه یوازې جسمي بلوغ، بلکې د هغو عقلي او رواني بلوغ ته پاملرنه وکړي، واده باید د خوښۍ وسیله واوسي نه د درد او غمونو.»

هغه وایي چې د دغه ریاست مسوولینو تل هڅه کړې څو د دې مسلې په اړه د دیني عالمانو او قومي مشرانو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړي څو خپلې لوڼې جبري ودونو ته مجبورې نه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.