Language

افغان حکومت کشمیر کې پر سیلانيانو وروستی بريد وغانده

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمير په پهلګام سيمه کې پر سیلانيانو وروستی بريد غندلی او وایي چې دغه ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي.

اسوشیټدپرېس راپور ورکړی چې کشمیر کې پر ګرځندویانو د وسله‌والو کسانو په ډزو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید د غندنې وړ بولي او په پېښه کې د وژل شوو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي.»

بلخي ویلي چې دغه ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي.