Language

اروزګان کې تېره شپه ناپېژاندو وسله‌والو یو کس په ډزو وژلی

ترینکوټ (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د اروزګان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې تېره شپه یو کس د ناپېژاندو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د اروزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د ترینکوټ ښار بلاغ سیمه کې یو کس د ناپېژاندو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

هغه وویل: «یو کس د نامعلومه کسانو له لوري د تفنګچې په ډزو وژل شوی دی.»

نوموړي د وژل شوي کس د هویت په اړه معلومات ورنه‌کړل خو په خبره یې چې امنیتي کسان سیمې ته رسېدلي او په تړاو یې یو شمېر شکمن کسان هم نیولي دي.

د پېښې انګېزه تر اوسه نه ده روښانه شوې.

Related Topics