ترینکوټ (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د اروزګان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې تېره شپه یو کس د ناپېژاندو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د اروزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د ترینکوټ ښار بلاغ سیمه کې یو کس د ناپېژاندو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
هغه وویل: «یو کس د نامعلومه کسانو له لوري د تفنګچې په ډزو وژل شوی دی.»
نوموړي د وژل شوي کس د هویت په اړه معلومات ورنهکړل خو په خبره یې چې امنیتي کسان سیمې ته رسېدلي او په تړاو یې یو شمېر شکمن کسان هم نیولي دي.
د پېښې انګېزه تر اوسه نه ده روښانه شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP