Language

بدخشان کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

فیض‌اباد (پژواک، ۴ غویی۱۴۰۴): بدخشان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې په دغه ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ د زهري موادو په خوړلو خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل: «په شغنان ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ د نامعلومو دلیلونو له امله د زهري موادو په خوړلو خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.»

هغه زیاته کړه چې د بدخشان د پولیسو د تحقیقاتي برخې له لوري د یادې نجلۍ د مړېنې څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.