Language

پکتیا کې د هاوان سرګلولې چاودنې پنځه تنه ټپیان کړي

ګردېز (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۴): د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د يوې پخوانۍ سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پېښه تېره ورځ ناوخته د زرمت ولسوالۍ د الزو سيمه کې شوې.

د ځدراڼ په خبره، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یوه ماشوم ناچاوده سرګلوله موندلې او د لوبو کولو پر مهال يې ورباندې چاودنه کړې ده.

د ځدراڼ په خبره، ټپيان د سیمې روغتون ته انتقال شوي چې وروسته د ځينو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی و او د پکتيا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Related Topics