Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شفاجو: روغتیايي برخه کې لویه ستونزه د نسایي ولادي ډاکټرانو کمښت دی چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۴): کابل ښار کې د نسايي ولادي برخې یوه ډاکټره نجم‌السما شفاجو چې د ښځو لپاره د ځانګړي روغتون په جوړولو سره یې لسګونو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، په روغتیايي برخه کې د نسايي ولادي ډاکټرانو کمښت یوه جدي ستونزه یادوي او وايي چې هر څوک باید د روغتیايي ستونزو د حل برخه کې هڅه وکړي.

نجم‌السما شفاجو څوک ده؟

نجم‌السما شفاجو د نسايي ولادي برخې هغه متخصصه ده چې د جګړو او کډوالۍ له میدانه راوتلې او نن په کابل ښار د یوه خصوصي روغتون بنسټ‌اېښودونکې ده؛ هغه روغتون چې لسګونه ښځو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه وايي، د زده‌کړو لومړنۍ او منځنۍ دورې یې د جلال‌اباد ښار په یوه ښوونځي کې پای ته رسولې، د کابل ښار د زرغونې لېسه کې د ثانوي دورې له بشپړولو وروسته د کانکور ازموینې له لارې د کابل طبي پوهنتون ته بریالۍ شوه، په ۷۰مه لسیزه کې د ناامنیو او کورنیو جګړو له امله پاکستان ته کډواله شوه او د هغه هېواد په یوه پوهنتون کې یې د طب څانګې څو سمسټرونه وویل، خو له څه مودې وروسته بېرته هېواد ته راوګرځېده او د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي کې یې لوړې زده‌کړې بشپړې کړې.

شفاجو خپله د تخصص دوره د ملالۍ زېږنتون په نسايي ولادي څانګه کې پای ته ورسوله او خپله ماسټري یې د عامې روغتیا برخه کې د هند په یوه پوهنتون کې اخیستې ده.

د ښځو ځانګړي روغتون جوړول

ډاکټره شفاجو وايي: «وروسته له دې چې خپل تخصص مې ترلاسه کړ، د یو څه وخت لپاره بېکاره وم، یوه معاینه‌خونه مې جوړه کړه، بیا مې فکر وکړ چې دا خو بسنه نه کوي، دوه مې جوړې کړې او درېیمه مې هم جوړه کړه چې سهار یوې ته، غرمه بلې ته او ماښام درېیمې ته ورتلم.»

ډاکټرې نجم‌السما د روغتون جوړولو د څرنګوالي په اړه وویل: «په درېیو معاینه‌خانو کې مې ناروغان ډېر تیت او پرک وو… بیا مې وویل زه باید یو روغتون جوړ کړم، د شفاجو روغتون مې د ۶ لکه ډالرو په ارزښت جوړ کړ.»

د هغې په وینا، په دغه روغتون کې د داخله، سراپا، اېکسرې، لابراتوار، درملتون او د طبابت اخلاقو برخې شته.

د روغتون د ملیزو څانګو پراختیا

یاد روغتون چې اوسمهال په نسایي ولادي برخه کې فعالیت لري، د دغو ناروغانو لپاره په‌کې د تشخیص، درملنې او جراحي عملیاتو په څېر خدمتونه وړاندې کېږي.

ډاکټره شفاجو وايي، په پام کې لري چې د یاد روغتون د برخو د پراختیا له لارې مېرمنو ته د خدمتونو زیاتولو ترڅنګ د کار زمینه هم پراخه کړي.

هغې وویل، پرېکړه یې کړې، د دې ترڅنګ چې بسترونه له پنځو څخه ۲۰ ته ډېر کړي، په نږدې راتلونکي کې په دغه روغتون د ماشومانو د جراحۍ، یورولوژي او عقامت یا شنډوالي برخې هم رامنځته او مسلکي کسان ورته وګوماري.

د ډاکټرې شفاجو په وینا، اوسمهال په یاد روغتون کې نږدې سلو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې ډېر یې مېرمنې دي خو د نوو برخو په جوړېدو او د بسترونو په زیاتېدو سره به لا ډېرې مېرمنې وګوماري.

هغې زیاته کړه: «د هغې هیله له مخې چې خدای (ج) ته یې لرم، غواړم چې لومړی ۵۰ او بیا ۱۰۰ بستریز روغتون جوړ کړم چې په نږدې وختونو کې ان‌شاءالله که ژوندۍ او جوړه وم، زما د بریا لیدونکي به یاست، که خدای راسره مل و.»

د ډاکټرې شفاجو له نظره د افغان مېرمنو روغتیايي وضعیت

ډاکټره نجم‌السما شفاجو وايي چې په هېواد کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو له امله د نورو برخو په څېر د روغتیا برخه هم زیانمنه شوې، له همدې امله د زېږونونو پر مهال د میندو د مړینو شمېر لوړ دی.

هغې زیاته کړه: «په افغانستان کې د طبابت، په ځانګړې توګه د نسایي ولادي روغتونونو برخه کې دومره ستونزې دي چې ډېر کار باید ورته وشي؛ هر څوک باید د دې ستونزو د حل لپاره خپله برخه هڅه وکړي.»

هغې د روغتیا برخه کې د نسايي ولادي ډاکټرانو کمښت لویه ستونزه وبلله او زیاته یې کړه چې باید دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

هيڅکله زما دنده او کار د دې لامل نه دي شوي چې ماشومانو ته مې پاملرنه ونه کړم

نجم‌السما چې د درېیو لوڼو مور ده، سره له ټولو بوختیاوو چې لري یې، توانېدلې خپلو ماشومانو او خاوند ته چې هغه هم ډاکټر دی، رسېدنه وکړي او هغوی ته وخت ورکړي.

دا چې د نسایي ولادي ډاکټرانو د ټولنې رییسه هم ده وایي، د رخصتیو او جمعې په ورځو کې هڅه کوي  څو ټوله ورخ له خپل خاوند او خپلو ماشومانو سره واوسي، له هغو سره رسټوانټ او تفریحي پارکونه ته ولاړه شي او خوشحاله واوسي.

ډاکټره شفا‌جو له تحصیله پاتې نجونو ته په خظاب کې: که نن ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، خپل کورونه دې ښوونځي کړي

ډاکټر شفا‌جو د هېواد نجونو ته په خطاب کې وایي: «که نن ښووځي او پوهنتونونه بند دي، خپل کورونه ښوونځي کړئ، وخت تر سروزرو هم قیمتي دی، هغه له لاسه مه ورکوئ… له بېلابېلو انلاین لارو خپل ځانونه د علم او  زده‌کړې پر ګوهر ملامال کړئ.»

هغې ۷۰مې لسیزې ته په اشاره وویل: «زه هم د هغو کسانو له ډلې وم چې د پوهنتون د دويم کال درسونه مې نیمایي کړي وو، لکه دا اوس فاکولتې چې وتړل شوې؛ ځکه هغه مهال داخلي جنګونه وو…. زه مې پلار وهڅولم چې پاکستان ته ولاړه شم او هلته خپل تحصل ته دوام ورکړم، په پاکستان کې مې له ګڼو ستونزو سره درس وایه، باور وکړئ چې ځيني وختونو کې به مې د لارې کرایه نه درلوده، خو له وخته مې دومره ښه استفاده وکړه چې یوه لحظه مې هم بې‌کاره نه تېروله.»

نوموړې وایي، په امت‌المومنین پوهنتون کې د طب ترڅنګ مې د قرانکریم د قرائت، انګلیسي ژبې خطاطۍ او نورې زده‌کړې کولې.

هغه کسان چې په دغه روغتون کې ورته د کار زمینه برابره شوې خوښ دي

د شفاجو په روغتون کې د او‌پي‌ډي برخې یوې کارکوونکې ډاکټر مریم منیر پژواک ته وویل چې له یونیم کال راپه دېخوا په دې برخه کې کار کوي.

هغه چې په دغه روغتون کې د کار زمینه ورته برابره شوې خوشحاله ده او وایي: «خوشحاله یم چې د کار زمینه راته برابره شوې ده، هم د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې مرسته او هم خپلو خلکو ته خدمت کوم.»

دغه‌راز، په یادو روغتون کې یوه بله ډاکتره خالده باقي‌زاده وایي: «له کوم وخته چې زه دلته راغلې یم او کار کوم، ډېر څه مې زده کړي، د ورځې له ۵۰ تر ۶۰ ناروغان ګورم.»

ډاکټره خالده هم خوشحاله ده چې په دغه روغتون کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.