مزارشریف (پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۴): د بلخ سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د کرکټ درېیم پړاو ۲۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې دي.
د دغو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د بلخ د کرکټ ولایتي مسوول محمدالله ثابت وویل، په دغه ټورنمنټ کې پنځه کلبلېول لوبډلې ګډون لري، چې ۱۳ لوبې به د یوې اوونۍ په ترڅ کې ترسره شي.
هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې به هره لوبډله پنځه – پنځه لوبې ترسره کوي.
نوموړي وویل، دا سیالۍ ۲۰ اوریزې بڼه لري او هره ورځ به دوه – دوه لوبې، د سهار او ماسپښین لخوا، ترسره کېږي.
ثابت د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د غوره استعدادونو موندل، د لوبغاړو فزیکي چمتووالی او د راتلونکو سیالیو لپاره د هغوی آمادهګۍ وبلله.
د یادو سیالیو یو لوبغاړی، انور انوري، وایي چې د سیالیو له ترسره کېدو خوښ دی او له د افغانستان کرکټ بورډ غواړي چې ولایتي لوبغاړو ته ډېره پاملرنه وکړي.
احمدخالد، چې د دغو سیالیو یو بل لوبغاړی دی، وایي چې په بلخ کې د کرکټ لوبه د ودې په حال کې ده او ډېر تکړه لوبغاړي لري.
نوموړی د معیاري لوبغالي نشتون د دوی لپاره یوه مهمه ننګونه بولي او له کرکټ بورډ غواړي چې په دې برخه کې یې ستونزه هواره
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP