Language

د ایران بندرعباس ښار کې چاودنې ۲۸۱ کسان ټپیان کړي

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د ایران د بندرعباس ښار په «شهید رجایي» بندر کې چاودنه شوې چې له امله یې ۲۸۱ کسان ټپیان شوي دي.

د ایران تسنیم اژانس راپور ورکړی چې په شهید رجایي بندر کې د تېلو په یوه مخزن کې د نامعلوم دلیل له امله چاودنه شوې او د چټک غبرګون ټیمونه پرته له ځنډه سیمې ته لېږدول شوي دي.

دغه‌راز، ایرنا اژانس لیکلي چې د بندرعباس په شهید رجایي بندر کې له درنې چاودنې وروسته امبولانسونه په چټکۍ د پېښې ځای ته رسېدلي او تر اوسه یې د پېښې له سیمې ۲۸۱ کسان روغتون ته لېږدولي دي.

د ایرنا په راپور کې دغه‌راز راغلي، د ټپيانو د انتقال لپاره د مرستې رسونې چورلکې هم لېږل شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ۶۰ ټپیان شهید محمدي روغتون، ۴۵ ټپيان سیدالشهدا روغتون او پاتې نور خاتم‌الانبیا روغتون ته لېږدول شوي دي.

Related Topics