زرنج (پژواک، ۸ غویی۱۴۰۴): د جرګو له لارې د اختلافي مسایلو حل؛ نیمروز کې یو قومي مشر مولوي ګلاحمد احمدي چې د خپل ژوند درې لسیزې یې په شخړو او دښمنیو کې د ښکېلو لورو روغې جوړې ته وقف کړې وايي، هغه دښمنۍ یا شخړې چې د جرګو له لارې حل کېږي، د ښکېلو لورو د خوښۍ لامل ګرځي.
جرګه د افغانانو تاریخي او دودیزې ناستې ته ویل کېږي چې افغانان یې له لارې له ډېر پخوا راهیسې خپلې ټولنیزې، قومي، ملي، سیاسي، فرهنګي او … ستونزې حل کوي. په جرګو کې قومي مشران، دیني عالمان او د خلکو استازي له ښکېلو لورو سره ناستې ترسره کوي او د هغوی ترمنځ ترمنځ سوله کوي.
په دغه راپور کې په نیمروز ولایت کې یو قومي مشر مولوي ګلاحمد احمدي چې د تېرو درېیو لسیزو په اوږدو کې یې سلګونه کورنۍ او قومي شخړې په سولهییز ډول حل کړې، در معرفي کوو.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د خپل شخصي ژوند، کاري مخینې، د منځګړیتوب برخه کې د تجربو او ټولنیزې سولې او یووالي برخو کې د قومي مخورو د رول په اړه خبرې وکړې.
مولوي احمدي چې په اصل کې د فراه د ګلستان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ماشومتوب یې په پاکستان او ځواني یې په ایران کې تېر کړي وايي: «پاکستان کې مې تر درېیم ټولګي زدهکړې وکړې، بیا ایران ته کډوال شوو او هلته په دیني مدرسه کې شامل شوم؛ د ډاکټر نجیبالله د حکومت له سقوط وروسته هېواد ته راستون شوم، اوس څه باندې ۳۴ کاله کېږي چې په نیمروز کې ژوند کوم.»
هغه د دې ترڅنګ چې یو منځګړی دی وایي، د اسلامي امارت په مخکنۍ دوره کې یې په نیمروز او نورو ولایتونو کې په بېلابېلو بستونو کې کار کړی؛ درې کاله یې د ګمرک د رییس، ۷ میاشتې د برېښنا د رییس، ۱۱ میاشتې د عامې روغتیا د رییس، ۷ میاشتې د چهاربرجګ ولسوالۍ مرستیال او دغهراز د فاریاب د ګمرک د رییس په توګه کار کړی دی.
نوموړی وايي، په ۱۳۸۴ کال کې یې چې کله ځان د نیمروز ولایتي شورا ته نوماند کړ، د دغه ولایت د اوسېدونکو د ملاتړ له امله یې دې شورا ته لاره ومونده.
جرګه؛ د افغانانو لرغونی دود
احمدي د جرګو مخینې او له دې لارې د اختلافي مسایلو حل ته په اشاره وویل، دا دود له ډېر پخوا راهیسې شته خو په تېرو درېیو کلونو کې ډېر شوی او ښې پایلې یې هم درلودلې دي.
په دې موضوع کې شک نشته چې هر ملت له ځانه دود او دستور لري؛ د افغانستان د خلکو یو غوره دود دی چې له لارې اختلافي مسایل او شخړې حل کېږي.
همدا جرګه ده چې له لارې یې څو کلنۍ ډېرې ستونزې هوارې شوې، بېلګې یې ډېرې دي، نیمروز کې یو کال مخکې ۳۵ دښمنۍ د جرګو له لارې حل شوې دي.
احمدي د دې پوښتنې په ځواب چې دقیق له کله یې د قومي او کورنیو مسایلو حل ته مخه کړې؟ وویل: «زه له وکالت مخکې له هغه مهاله چې د نیمروز د ګمرک رییس، د چهاربرجک ولسوالۍ مرستیال او د برېښنا رییس وم، د خلکو له ستونزو سره مې سروکار و، هغه کسان چې ما ته راتلل، تل مې خپله هڅه کوله چې ستونزې ژر حل شي او پېچلې نهشي.»
هغه چې دغه کار یې له خپله پلار او تره په ارث وړی وايي: «پلار او تره مې تل په قومي ناستو او د خلکو د ستونزو د حل برخه کې ښکېل وو، ما هم د هغوی ترڅنګ د یوه زدهکوونکي په توګه دغه مدرسه تعقیبوله او دغه درس ته تر هغه چې ژوندی یم دوام ورکوم.»
نوموړی وايي، په هره جرګه کې یې چې ګډون کړی، د مشرانو او دیني عالمانو له تجربو یې زده کړي او اوس د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي پر ده باور لري.
د سلګونو اختلافي قضیو حل؛ له طلاق او وژنو تر ترافیکي پېښو
احمدي د هغو قضیو کره شمېره چې نوموړي په کې منځګړيتوب کړی په یاد نهلري، خو ویې ویل: «کولای شم ووایم چې په تېرو درېیو کلونو کې مې د کورنۍ، قومي، کورني تاوتریخوالي، طلاق، قتل، پور او نورو اختلافونه په سلګونو قضیو کې رول درلود.»
هغه د دې په ویلو سره چې خلک تر ډېره دې ته لېوالتیا لري څو خپلې قضیې د جرګو او منځګړيتوب له لارې حل کړي زیاته کړه: «ډېرې قضیې چې محاکمو ته سپارل کېږي، ځنډیږي، هغه کسان چې قضیې لري، محاکمو ته وړاندیز کوي چې غواړي د جرګو او سپینږیرو له لارې یې حل کړي، قضیې موږ ته راجع کېږي، ځینې قضیې د محاکمو له لوري او ځینې هم خپله موږ ته راجع کېږي.»
د اختلافاتو د حل لړۍ؛ له طرفینو سره بېلې ناستې، عادلانه تحلیل، ټولیزه مشوره
احمدي د خپل کار په اړه وايي: «کله چې د قضیې یو اړخ یا دواړه اړخونه یا نور مشران ما ته مراجعه کوي، زه لومړی ښه دقیق ځان پوه کوم، له دواړو خواوو سره بېلې لیدنې کوم، څو وکولای شم موضوع په اسانه حل کړو.»
احمدي وايي، د ورته قضیو حل برخه کې ټیمي کار کوو او زیاتوي: «په دې کې شک نشته چې هيڅ انسان بشپړ نه دی، ټول کارونه په یوازې توګه مخ ته وړلی نه شي، ډېری وخت الحمدالله اړتیا په کتو موږ علما، سپینږیري او چارواکي د یوه ټیم په توګه سره راټولیږو او د مشورې له لارې یوې موضوع ته د حل لاره پیدا کوو چې تر ډېره دې قومي ناستو نتیجه ورکړې او ستونزې هوارې شوې دي.»
قضیې د منځګړیتوب له لارې په کم وخت کې هوارېږي
احمدي د شخړو پر مهال د قومي مشرانو د رول په اړه وویل: «په اوسنیو شرایطو کې د قومي مشرانو پرېکړې ډېرې مهمې دي؛ ځکه که کومه قضیه په محاکمو کې حلېږي، د قضیې یو اړخ ګټونکی وي، خو کله چې د قومي مشرانو په ناسته کې کومې شخړې حلېږي، د دواړو لورو د خوښۍ لامل کېږي، ان هغوی یو بل بښي او یو بل ته مېلمستیاوې کوي، کومې قضیې چې د قومي مشرانو له خوا حل کېږي، هم کم وخت نیسي او هم د ښکېلو لورو د خوښۍ وړ ګرځي.»
ایا کوم وخت داسې شوي چې دواړه لوري د جرګې د پرېکړې مخالفت کړی وي؟ احمدي په ځواب کې وویل: «تر اوسه داسې نه دي شوي چې پرېکړه شوې وي او طرفین یې قبوله نه کړي، که داسې یو مورد مخې ته راشي، موږ ورته وخت ورکوو، دوه درې ځلي هغوی ته مراجعه کوو، د هغوی دلایل اورو او خپل دلایل ورسره وایو، دوه درې داسې موارد مخې ته راغلي چې له همدې لارې حل شوي دي.»
احمدي دغه راز وایي چې ځیني وخت د قضیو د حل لپاره نورو ولایتونو او ان یو ځل ایران ته هم تللی دی.
هغه وایي: «له نېکه مرغه د خلکو د اعتماد له مخې مې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې او ان په ایران کې هم څو قضیې حل کړې دي، فراه کې د درېیو ځوانانو د قتل، هرات کې د اقتصادي ستونزو د حل، هلمند کې له حسابه وتلې، کندهار کې د قتل او ترافیکي پېښو، ان یوه میاشت مخکې پکتیا کې د یوې ترافیکي پېښې قضیې ته وربلل شوی وم، شپږ میاشتې مخکې د یوې ډېرې پخوانۍ دُښمنۍ هواري لپاره له یو شمېر علماوو سره د ایران بندرعباس ته تللی وم، الحمدلله ټولې قضیې ختمې او حل شوې.»
علم، د ستونزو حل او روښانه راتلونکی
احمدي هیله لري، داسې ورځ راشي چې په خلکو، کورنیو او ټولنه کې هيڅ اختلافات نه وي او هر څوک په یوه بشپړه سولهییزه فضا کې ژوند وکړي.
هغه وویل: «ټولو ځوانانو ته دا پیغام لرم چې په هرو شرایطو کې له سختیو سره مبارزه وکړي او قلم دې له لاسه نه غورځوي، په علم سره کولای شو چې دا وطن جوړ کړو، یوازې په قلم سره کولای شو له ناپوهۍ او تیارو سره مقابله وکړو او د هرې ستونزې لپاره یوه حل لاره پیدا کړو؛ که نه له دې پرته به شاته پاتې شو.»
د هغه په خبره، ځوانان په علم سره ټولنه جوړوي، تجربه ترلاسه کوي او بالاخره کولای شي د ټولنې داخلي اختلافات له منځه یوسي، بشري او انساني ستونزې یوازې په علم سره د حل وړ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP