Language

بلخ کې ناپېژانده وسله‌والو یو ځوان وژلی

مزارشریف (پژواک، ۸ غویي ۱۴۰۴): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله‌والو یو شل کلن ځوان په ډزو وژلی دی.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدعیسي وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن غرمه مهال رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې دغه ځوان د خپل کور په مېلمستون کې په ډزو وژل شوی دی.

د هغه په خبره، تر اوسه د پېښې لامل نه دی څرګندی شوی خو امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.