Language

لوګر کې د لرغونو سیمو او اثارو په اړه تازه پلټنې کېږي

پل‌علم (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۴): د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د لرغونو سیمو او اثارو په اړه تازه پلټنې کېږي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع‌الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پلټنې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د دغه ریاست له خوا د نوو لرغونو سیمو د کشف او د کشف شوو لرغونو سیمو او اثارو په اړه د لا ډېرو معلومات راټولولو په موخه ترسره کېږي.

د نوموړي په خبره، دغه پلټنې روانه میاشت پيل شوې او د روان ۱۴۰۴ لمریز کال تر پایه به بشپړې شي.

هغه د دغه ولایت له فرهنګیانو، لیکوالو او عامو خلکو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هغو کارکوونکو سره هر اړخیزه مرسته وکړي چې د لرغونو سیمو او اثارو په اړه نوې پلټنې کوي.

بلخوا، د لوګر ولایت یوه ليکوال او فرهنګي فعال مدثر پژواک ته وویل، دا څېړنه د لوګر ولایت اوسېدونکو لپاره ځانګړی اهمیت لري او باید د یوه مسلکي او په کار پوه ټيم له لوري ترسره شي.

نوموړي وویل، باوري دی چې لسګونه هغه لرغونې سیمې او اثار به د یادې پلټنې په ترڅ کې وپېژندل شي چې سلګونه کاله مخینه لري او د انسانانو له سترګو پناه دي.

باید وویل شي چې لوګر کې اوس مهال ۱۲ لرغونې سیمې، ۱۶ تاریخي ابدې، شل تاریخي کلاوې او ۱۹ زیارتونه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ثبت دي چې ډېر یې بیارغاونې او ساتنې ته اړتیا لري.