کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په واڼه سیمه کې د چاودنې له امله اووه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د مشال راډیو راپور له مخې، دغه چادونه نن شاوخوا ۱۱ بجې په رستم بازار کې د امن کمېټۍ په دفتر کې شوې ده.
د سیمې یو ولسي مشر عمران مخلص ویلي چې دغه دفتر ۲۰۰۷ کال کې د وسلوالو د یو قوماندان ملا نذیر او حکومت ترمنځ د سولې موافقې پر وخت پرانیستل شوی و او ولسي وګړي اکثر د امن کمېټۍ دفترونو ته ورځي او هلته پر مختلفو موضوعاتو جرګې او مرکې کوي.
سرچینې لیکلي، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې دفتر کې ځای پر ځای شوي بم چاودنه کړې ده.
راپور کې راغلي، په دغه چاودنه کې اووه تنه وژل شوي، ۱۶ نور ټپيان دي او په وژل شوو کې د امن کمېټې دوه غړي او نور ولسي وګړي شامل دي.
د یادې چاودنې مسوولیت تر اوسه پورې چا نه دی منلی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP