Language

ای‌او‌اېم په ۲۳ ورځو کې له پاکستانه راستانه شوي نږدې سل زره افغانان ثبت کړي

کابل (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۴): د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وایي، د روان کال د وري له ۱۵مې راهیسې یې له پاکستانه راستانه شوي نږدې ۱۰۰ زره افغانان ثبت کړي او زیاتوي چې له هغوی سره د مرستو لپاره لا زیاتو سرچینو ته اړتیا ده.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ټاکل شوی ضرب‌الاجل د تېرې مارچ میاشتې په ۳۱مه پای ته ورسېد. اوس هره ورځ د افغانانو ګڼ شمېر کورنۍ له پاکستانه په زور را ایستل کېږي او خپل هېواد ته راستنېږي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌اواېم) نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اپرېل له څلورمې نېټې راهیسې یې له پاکستانه نږدې ۱۰۰٬۰۰۰ راستانه شوي افغانان ثبت کړي دي.

یاد سازمان وايي، د دوی ټیمونه او د بشري مرستو نور مرسته‌کوونکي بنسټونه هڅه کوي چې راستنو شوو افغانانو ته بېړنۍ مرستې او اړين خدمتونه وړاندې کړي.

خو سرچینه زیاتوي: «اړتیاوې په چټکۍ سره زیاتېږي او لا زیاتو سرچینو ته بېړنۍ اړتیا ده.»

د کډوالۍ نړۍوال سازمان له دې مخکې هم د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو مدیریت لپاره د اضافي مالي مرستو سملاسي برابرول مهم بللي وو.